د افغانستان د کرکټ ملي او د ۱۹ کلنو لوبډلو د چهارشنبې په ورځ د بنګله
دېش د ملي او ۱۹ کلنو لوبډلو پر وړاندې په دوو جلا پنځوس اوریزو لوبو کې بریاوې خپلې کړې. دغو دوو بریاوو د افغانستان د کرکټ لپاره یوه نه هېرېدونکې ورځ جوړه کړه.
په لومړۍ لوبه کې، د افغانستان د لویانو ملي لوبډلې د بنګله
دېش له ملي لوبډلې سره لوبه وکړه. بنګله
دېش لومړی توپوهنه وکړه او افغان لوبډلې ته یې د ۲۶۱ منډو هدف وټاکه. افغان لوبغاړو په توپوهنه کې په زړه پورې لوبه وکړه او یاد هدف یې د ۳۶م اور په دویم توپ د درېیو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
دا پرېکنده بریا چې د اوو وېکټو په توپیر وه، د راتلونکو مهمو سیالیو په درشل کې د افغان ملي لوبډلې لوړ چمتووالی په ډاګه کوي. په دې لوبه کې کلیدي لوبغاړو ښه وځلېدل او له لوبډلې سره یې مرسته وکړه چې په اسانۍ سره هدف ته ورسېږي.
په دوهمه لوبه کې، د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې د بنګله
دېش د ۱۹ کلنو لوبډلې پر وړاندې لوبه وکړه. په دې سیالۍ کې، افغان ځوانانو لومړی توپوهنه وکړه او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۳۷ منډو هدف وټاکه. وروسته افغان ځوانو توپ اچوونکو په غوره کارکردګۍ سره د بنګله
دېش لوبډله هدف ته تر رسېدو مخکې له میدانه بهر کړه.
د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې بالاخره دا لوبه د ۴۳ منډو په توپیر وګټله. دا بریا د ځوانانو لوبډلې لپاره چې د ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالیو ته چمتووالی نیسي، خورا ارزښت لري او د هغوی روحیه پیاوړې کوي.
په یوه ورځ د اسیا د یوې پیاوړې لوبډلې پر وړاندې دوه مهمې بریاوې ترلاسه کول د افغانستان د کرکټ لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده او په ټول هېواد کې یې د دې ورزش مینه والو ته ډېره خوښي ور وبښله.
سرچینه: اطلاعات روز
🌐