د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو له اروپايي هېوادونو غوښتي چې تر هغو له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي نه کړي، څو په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده

کړو لګېدلي بندیزونه لرې شوي نه وي او د بشري حقونو په برخه کې عملي پرمختګ نه وي شوی.

دغو کارپوهانو په یوه اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې ښځې او نجونې له پراخ او سیستماتیک جنسیتي ځورونې سره مخ دي، چې ښايي د بشریت پر ضد جرمونه وګڼل شي. دوی ټینګار کړی چې په اوسنیو شرایطو کې د طالبانو له حکومت سره د اړیکو عادي کول د بشري حقونو له دغو سترو سرغړونو څخه د سترګو پټولو په مانا دي.

د کارپوهانو په راپور کې راغلي چې د ښځو ترڅنګ، قومي او مذهبي لږکي، خبریالان، د بشري حقونو مدافعان او د پخوانيو افغان امنیتي ځواکونو غړي هم له شکنجې، له قضايي بهیر پرته وژنو او نورو جدي سرغړونو سره مخ دي.

کارپوهانو همداراز له اروپايي هېوادونو څخه د افغان کډوالو د بېرته شړلو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده. دوی له دغو هېوادونو غوښتي چې د هر افغان د بېرته ستنولو تر پرېکړې مخکې یې د خوندیتوب خطرونه په انفرادي ډول وارزوي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، هېڅوک باید داسې هېواد ته ونه شړل شي چې هلته یې ژوند او ازادي له جدي خطر سره مخ وي. د نړیوالو قوانینو دغه اصل باید د ټولو افغان کډوالو په اړه په پام کې ونیول شي.

په پای کې، اعلامیې زیاته کړې چې کارپوهانو په دې اړه له اروپايي ټولنې او د څو غړو هېوادونو له حکومتونو سره په رسمي توګه اړیکه نیولې او خپلې اندېښنې یې ورسره شریکې کړې دي او د دوی ځواب او عملي ګامونو ته په تمه دي.

سرچینه: د ملګرو ملتونو کارپوهان

🌐

Author