د امریکا د عدلیې وزارت له یوې محرمې محکمې غوښتي چې په تکزاس کې مېشته یوه افغان مېرمن له داعش ډلې سره د تړاو په تور له دغه هېواد څخه وباسي. ټاکل شوې چې نذیره حاجي زاده د ترهګرو په ځانګړې محکمه کې حاضره شي.
د محکمې اسناد ښيي چې د دې مېرمنې خاوند کلونه په بګرام هوايي اډه کې کار کړی او د افغان همکارانو د پروګرام له لارې یې ګرین کارټ ترلاسه کړی دی. چارواکي ادعا کوي چې هغه د ټاکنو په ورځ د یوه وسله وال برید له پلان سره تړاو درلود.
د هغې زوی او زوم تر دې وړاندې له ترهګرۍ سره د تړلو تورونو په اړه اعتراف کړی و. څارنوالان وايي چې دې مېرمنې هڅه کوله ترڅو افراطي ایډیالوژي د خپلې کورنۍ غړو ته ولېږدوي او هغوی جنګي سیمو ته واستوي.
#افغانستان #امریکا #کډوالي
🌐