د ملګرو ملتونو د سرمنشي څوکۍ لپاره د متحده عربي اماراتو نوماندې، لانا نسیبه، د خپلې نوماندۍ لپاره د ۲۵ افغان مدني ټولنو او یو شمېر نامتو افغان ښځینه فعالانو له ملاتړ څخه مننه وکړه. هغې ټینګار وکړ چې د ښځو غږ باید واورېدل شي او په ټولو کچو کې د هغوی ګډون باید تضمین شي.
آغلې نسیبه د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې فوزیه کوفي د ملاتړ پیغام په ځواب کې پر اېکس ټولنیزه شبکه ولیکل چې له دې ملاتړ څخه "ژوره اغېزمنه شوې ده." هغې زیاته کړه: "له فوزیه کوفي څخه د هغې د ارزښتناکو خبرو له امله صمیمانه مننه کوم."
لانا نسیبه په خپل پیغام کې لیکلي: "د دغو ښځو زړورتیا یو ځل بیا را په یادوي چې ملګري ملتونه د چا لپاره جوړ شوي دي. د هغوی غږ او حقونه باید خوندي شي او د پرېکړو په ټولو غونډو کې د هغوی حضور او ګډون باید تضمین شي." دا پیغام د هغې ژمنتیا په ګوته کوي چې که وټاکل شي نو د ښځو حقونو ته به لومړیتوب ورکړي.
لانا نسیبه د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو مرستیاله وزیره او په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد پخوانۍ استازې ده. اماراتو د تلې په ۲۹مه نوموړې په رسمي توګه د انتونیو ګوتریش د ځای ناستي لپاره د نوماندې په توګه معرفي کړه. هغه د دې لوړې نړیوالې څوکۍ لپاره له څو نوماندانو څخه یوه ده.
آغلې نسیبه په ملګرو ملتونو کې د خپلې استازیتوب پر مهال، په ځانګړې توګه په امنیت شورا کې، په وار وار د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت پر محدودونکو سیاستونو نیوکه کړې وه. هغې له طالبانو غوښتي وو چې په دې سیاستونو کې دې ژر تر ژره له سره کتنه وکړي او د ښځو د زده کړې او کار پر حق یې ټینګار کړی و.
د ۲۰۲۳ کال په جون میاشت کې، کله چې متحده عربي اماراتو د امنیت شورا دوره يي مشري پر غاړه درلوده، آغلې نسیبه یوه غونډه د افغانستان وضعیت ته ځانګړې کړه. هغې په هغه غونډه کې ټینګار وکړ چې په ټولو کچو کې زده کړو ته د افغان ښځو او نجونو لاسرسی "د معاملې وړ نه دی" او نړیواله ټولنه باید د دغو محدودیتونو د لرې کولو لپاره په ګډه کار وکړي.
هغې دا هم خبرداری ورکړی و چې له اقتصادي، ټولنیزو او بشري فعالیتونو څخه د ښځو محرومول به په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې سخت کړي او په دغه هېواد کې به د پایدار پرمختګ مخه ونیسي.
سرچینه: اېکس ټولنیزه شبکه
🌐