د سویډن حکومت د امنیتي اندېښنو او د محرمو معلوماتو د افشا کېدو د احتمال له امله، په یو شمېر دولتي ادارو کې د "چټ جي پي ټي" او "کلاډ" مصنوعي ځیرکتیا ماډلونو کارول منع کړي دي. دا محدودیت د دوشنبې له ورځې څخه پلی شوی دی.

د سویډن دولتي راډیو د راپور له مخې، د دغو ادارو کارکوونکو ته سپارښتنه شوې چې د دغو دوو پروګرامونو پر ځای د مایکروسافټ شرکت د "کوپایلوټ" مصنوعي ځیرکتیا ماډل څخه کار واخلي. دا پرېکړه د دولتي کارکوونکو لخوا د تولیدي مصنوعي ځیرکتیا وسیلو د کارولو د څرنګوالي په اړه د اندېښنو له زیاتېدو وروسته شوې ده.

سویډني چارواکي اندېښمن دي چې دولتي کارکوونکي ممکن په ناپوهۍ کې محرم او حساس معلومات داسې پروګرامونو ته ورکړي چې جوړونکي شرکتونه یې د سویډن له حکومت سره د معلوماتو د ساتنې لپاره کوم مشخص تړون نه لري. دا کار کولی شي ملي امنیت او د اتباعو محرمیت له خطر سره مخ کړي.

دا اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوې چې د سویډن د ټرانسپورټ ادارې یوې داخلي پلټنې وښوده چې د دې ادارې کارکوونکو شاوخوا لس بېلابېلې مصنوعي ځیرکتیا وسیلې کارولې دي. پلټونکو وموندله چې په ځینو مواردو کې، حساس دولتي معلومات په دې پروګرامونو کې داخل شوي او د مصنوعي ځیرکتیا لخوا تولید شوي ځوابونه هم په سمه توګه او په لازم دقت سره نه دي کارول شوي.

د سویډن د دولتي دفترونو د ډیجیټل کولو برخې مدیر، میکائیل وترکرانتس، خبرداری ورکړ چې د وړاندې کوونکو شرکتونو سره له رسمي تړون پرته د مصنوعي ځیرکتیا وسیلو کارول کولی شي د دولت د معلوماتو امنیت له جدي ننګونو سره مخ کړي.

برعکس، د سویډن حکومت د مایکروسافټ "کوپایلوټ" پروګرام کارول اجازه ورکړې ده. دا پروګرام د کره امنیتي ارزونو وروسته تایید شوی او په هغه کې د داخل شویو معلوماتو د ساتنې لپاره نور تدابیر هم په پام کې نیول شوي دي.

دا بندیز یوازې د سویډن په یو شمېر دولتي ادارو پورې محدود دی او عام وګړي لاهم کولی شي د شخصي کارونې لپاره چټ جي پي ټي، کلاډ او نورو مصنوعي ځیرکتیا وسیلو ته لاسرسی ولري.

سرچینه: د سویډن دولتي راډیو

🌐

Author