د امریکا د مهاجرت او ګمرکونو ادارې (ICE) مامورینو د میشیګان په ایالت کې یوه ۳۲ کلنه افغانه محصله او د فولبرایټ بورس فارغه، بي نظیر نورزاد، نیولې ده. د هغې ورور، مطیع الله نورزاد وايي، اندېښمن دی چې خور یې افغانستان ته وشړل شي.

بي نظیر نورزاد په ۲۰۲۱ کال کې د فولبرایټ معتبر پروګرام د محصلې په توګه امریکا ته راغله. پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، هغې په امریکا کې د پناه غوښتنه وکړه. ټاکل شوې وه چې هغه په راتلونکو اونیو کې د خپلې پناه غوښتنې په اړه د مرکې لپاره د کډوالۍ ادارې ته حاضره شي.

د مطیع الله نورزاد په وینا، خور یې د پنجشنبې په ورځ، د لړم په اتمه، هغه مهال د مهاجرت د مامورینو له خوا ونیول شوه چې غوښتل یې له هوايي ډګر څخه ویرجینیا ایالت ته په الوتکه کې سپره شي. د مهاجرت ادارې د نیول شویو کسانو د معلوماتو له مخې، بي نظیر نورزاد د شنبې تر ورځې، د لړم تر لسمې، پورې د میشیګان ایالت په یوه اصلاحي مرکز کې ساتل کېده.

د امریکا د مهاجرت او ګمرکونو ادارې تر اوسه د بي نظیر نورزاد د نیول کېدو د کره لامل په اړه څه نه دي ویلي. دې چوپتیا د هغې د کورنۍ اندېښنې نورې هم زیاتې کړي دي.

مطیع الله نورزاد، چې پخپله په امریکا کې دایمي استوګنه لري او پخوا یې په افغانستان کې له امریکايي پوځي ځواکونو سره کار کړی، د خپلې خور نیول "غیر موجه" بولي. هغه رسنیو ته وویل چې بي نظیر په امریکا کې په قانوني توګه کار کاوه او د قانوني استوګنې او کار لپاره ټول اړین اسناد یې درلودل.

هغه ټینګار وکړ چې د خور د پناه غوښتنه یې نه وه رد شوې او دا ناڅاپي نیونه د دوی د کورنۍ لپاره غیر متوقعه وه. د بي نظیر ورور له امریکايي چارواکو غوښتي چې د هغې دوسیه له بشردوستانه اړخه او په بېړنۍ توګه وڅېړي او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د هغې د بېرته ستنېدو احتمالي خطرونه په پام کې ونیسي.

دا نیونه په داسې حال کې شوې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د مهاجرینو او پناه غوښتونکو په اړه سختې پالیسۍ پلې کړي دي.

سرچینه: رسنیز راپورونه

🌐

Author