د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په ودونو، جشنونو او نورو غونډو کې د «پټاقیو» او ورته اور اخیستونکو توکو کارول په مطلق ډول منع کړي دي. دغه وزارت ویلي، چې د دغه اقدام موخه د ټولیزې ارامۍ ساتل او د ښاریانو لپاره د وېرې او ناراحتۍ د رامنځته کېدو مخنیوی دی.

دغه وزارت د سه‌شنبې په ورځ، د لړم په ۵مه، په یوه اعلامیه کې ویلي، چې «د خوښۍ مراسم باید د اسلامي لارښوونو او شرعي اصولو سره سم ترسره شي، نه دا چې د ځوروونکو چلندونو له امله د ماشومانو، ښځو، لویانو، ناروغانو او نورو ښاریانو د وېرې او ناراحتۍ سبب شي.»

په دې اعلامیه کې د «پټاقیو» واردونکو، تولیدونکو، پلورونکو او کاروونکو ته خبرداری ورکړل شوی، چې که له دې امر څخه سرغړونه وکړي، له هغوی سره به «شرعي او قانوني چلند» وشي. دغه وزارت له ښاریانو هم غوښتي چې د دې بندیز په پلي کولو کې همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د هېواد په ځینو ښارونو کې یوازې له نهو بجو وروسته د «پټاقیو» کارول منع کړي وو، خو دې محدودیت په بشپړه توګه د دغو توکو د کارونې مخه نه وه نیولې.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت، چې د سختو ټولنیزو محدودیتونو او د بشري حقونو د سرغړونو له امله له پراخو نیوکو سره مخ دی، ادعا کوي چې دا بندیز «د خلکو د ارامۍ او سوکالۍ، د هغوی د رواني امنیت او د هغوی د مشروع حقونو د ملاتړ» لپاره لګول شوی دی.

د دغه وزارت مامورین د ودونو او جشنونو مراسم څاري او داسې ډېر راپورونه شته چې هغوی پر دغو مراسمو چاپې وهلي او ګډونوال یې د موسیقۍ د غږولو یا اورېدو په تور نیولي دي.

سرچینه: متني فایل

🌐

Author