په کونړ ولایت کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم ریاست چارواکي وايي، چې د دغه ولایت له کانونو څخه استخراج شوې قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې یې د څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پلورلې دي.

په کونړ کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس محمد شیرین حقاني د چهارشنبې په ورځ وویل چې د دغو ډبرو د لیلام مراسم د سه‌شنبې په ورځ (د لړم ۵مه) د اسعداباد ښار د قیمتي ډبرو په بازار کې ترسره شول. د هغه په وینا، په دې لیلام کې د ۲۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت کاني ډبرې پر کورنیو او هندي سوداګرو وپلورل شوې.

ښاغلي حقاني د پلورل شویو ډبرو کره اندازه مشخصه نه کړه، خو تایید یې کړه چې په دغو ډبرو کې «بیروج» او «کونزایټ» شامل وو چې د «مانوګي» او «چپې درې» ولسوالیو له کانونو څخه استخراج شوي وو.

هغه زیاته کړه چې د ټول پلور ۱۰ سلنه، چې شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغانۍ کېږي، د عوایدو په توګه د طالبانو د حکومت خزانې ته سپارل شوې ده. دا اقدام د هېواد د کاني سرچینو د پلور له لارې د کورنیو عوایدو د زیاتوالي لپاره د طالبانو د هڅو یوه برخه ده.

دا لیلام په داسې حال کې ترسره کېږي چې یوازې یوه اونۍ وړاندې طالبانو په یوه بل لیلام کې شاوخوا ۵۰۰ کیلوګرامه بیروج او کونزایټ ډبرې د ۱۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پلورلې وې.

په وروستیو میاشتو کې، د طالبانو حکومت د هېواد له بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړې توګه په شمال ختیځ کې، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو استخراج او پلور ګړندی کړی دی. دې بهیر د افغانستان د طبیعي زیرمو د مدیریت او د هغوی د تالان د خطر په اړه د خلکو او کارپوهانو ترمنځ جدي اندېښنې راپورته کړې دي.

سرچینه: اطلاعات روز

🌐

Author