په ننګرهار ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف کسانو یو سیمه ییز خبریال نیولی دی. عزیزالله عزیز چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې استازی دی، په غني خېلو ولسوالۍ کې نیول شوی دی.
دا خبریال هغه مهال ونیول شو چې په کور کې یې د واده مراسم روان وو. د طالبانو د حکومت کسانو د هغه کور ته په ننوتلو سره د موسیقۍ وسایل له ځان سره یووړل او له لفظي شخړې وروسته یې هغه له ځان سره نامعلوم ځای ته ولېږداوه.
په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. پر رسنیو د محدودیتونو لګول او د خبریالانو نیول هغه څه دي چې په افغانستان کې یې د بشري حقونو د بنسټونو اندېښنې زیاتې کړې دي.
#خبریال #ننګرهار #حقوق\_بشر #افغانستان
🌐