د کام
ایر والیبال لوبډلې په پایلوبه کې د طلوع لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د افغانستان د والیبال غوره لیګ د پنځم پړاو اتلولي خپله کړه. دا په زړه پورې لوبه په کابل کې د ګڼ شمېر نندارچیانو په شتون کې ترسره شوه.
د کام
ایر لوبډلې لوبغاړو په دې لوبه کې چې د دوشنبې په ورځ (د لړم ۴مه) ترسره شوه، د یوې غوره لوبې په وړاندې کولو سره خپل سیال ته په درې د صفر پایلې سره ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې پورته کړ. دا بریا د دې سیالیو په اوږدو کې د کام
ایر لوبډلې د لوبغاړو د هڅو او همغږۍ پایله وه.
د افغانستان د والیبال غوره لیګ پنځم پړاو د هېواد د والیبال فدراسیون لخوا په کابل کې جوړ شوی و. په دې سیالیو کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ۱۰ لوبډلو ګډون کړی و چې تر لسو ورځو ډېر یې دوام وکړ او په پای کې د کام
ایر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
د سیالیو په دې پړاو کې، ګډون کوونکو لوبډلو په دوو ګروپونو کې له یو بل سره سیالي وکړه او په پای کې څلور غوره لوبډلې نیمه پایلوبې ته ورسېدې. کام
ایر او طلوع لوبډلو په نیمه پایلوبه کې خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لاره وموندله.
د افغانستان د والیبال فدراسیون مسؤلینو د دې سیالیو کچه لوړه وبلله او هغه یې په هېواد کې د والیبال ورزش د ودې او مسلکي کېدو په لور یو مهم ګام وباله. دوی هیله څرګنده کړه چې د ډېر ملاتړ په مرسته به وکولای شي په راتلونکو کلونو کې دا سیالۍ په غوره کیفیت سره ترسره کړي.
د کام
ایر لوبډلې اتلولي د دې لوبډلې د مینه والو او د هېواد د ورزشي ټولنې لخوا په پراخه کچه وستایل شوه. والیبال په افغانستان کې یو له مشهورو ورزشونو څخه دی او د دا ډول لیګونو جوړول کولی شي د نویو استعدادونو په پېژندلو او د هېواد د والیبال ملي لوبډلې په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
سرچینه: د افغانستان والیبال فدراسیون
🌐