د برازیل په ولسمشریزو ټاکنو کې ماتې خوړلي نوماند، فلاویو بولسونارو، امریکا ته له رسېدو وروسته ځان د خپل هېواد "برحقه مشر" بللی او پرته له دې چې کوم شواهد وړاندې کړي، یې په ټاکنو کې د درغلیو ادعا کړې ده.
د رویټرز د راپور له مخې، ښاغلي بولسونارو د چهارشنبې په ورځ، د لړم په ۶مه، میامي ته له رسېدو وروسته، ستره محکمه او د برازیل ولسمشر، لوئیز ایناسیو لولا داسیلوا، په "ټاکنیزې کودتا" تورن کړل. هغه د هېواد د سترې محکمې د حکم خلاف خپل پاسپورټونه نه دي سپارلي او له برازیل څخه وتلی دی. هغه لومړی په اکس ټولنیزه شبکه کې ځان "منتخب ولسمشر" معرفي کړ، خو وروسته یې هغه حذف او د "برحقه مشر" لقب یې وکاراوه.
ښاغلي لولا د ټاکنو په دویم پړاو کې د شاوخوا ۴.۵ میلیونه رایو په توپیر بریا خپله کړه. د ټاکنو پایله د برازیل د ټاکنو عالي محکمې، نړیوالو مشرانو، نړیوالو څارونکو او حتی د بولسونارو خپل ګوند لخوا منل شوې ده.
ښاغلي بولسونارو د ټاکنو د پایلې د ردولو لپاره د رایې ورکونې د دوه ساعته تمدید غوښتنه کړې ده؛ دا پرېکړه د لولا د کمپاین له شکایت وروسته وشوه چې په شمال ختیځو ایالتونو کې د رایې ورکونې د خنډونو په اړه یې کړی و. شنونکي وايي چې د هغه غوښتنه د منل کېدو لږ چانس لري.
بي بي سي راپور ورکړی چې بولسونارو له خپلې کورنۍ سره د ځمکې له لارې ارجنټاین ته داخل شوی او بیا په یوه شخصي الوتکه کې میامي ته تللی دی. هغه د ارجنټاین له ولسمشر، خاویر میلی، څخه د سفر په برخه کې د مرستې او له ډونالډ ټرمپ څخه د ویزې د صادرولو له امله مننه وکړه. هغه وویل چې د خپلې کورنۍ د ساتنې لپاره یې هېواد پرېښی او "تېښته" یې نه ده کړې.
ډونالډ ټرمپ د بولسونارو د ادعاوو په اړه له تبصرې ډډه وکړه خو ټاکنې یې "ډېرې عجیبې" وبللې. د بولسونارو د پاسپورټونو د سپارلو امر د پیسو مینځلو په اړه له تحقیقاتو سره تړاو درلود، چې هغه دا تور ردوي. د هغه د سناتورۍ دوره او پارلماني مصؤنیت د جنورۍ په پای کې پای ته رسېږي. سرچینه: رویټرز، بي بي سي
🌐