د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چې د بامیان په ولایت کې یې د ۴۰ ښځو لپاره یو روزنیز پروګرام پیل کړی ترڅو هغوی وکولای شي د مسلکي مهارتونو په ترلاسه کولو سره خپل ژوند ښه کړي.
دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ، د لړم پر ۷مه، پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې دا پروګرام د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ پلی کېږي او ګډونوالې به په کې د څرمنې لاسي بکسونو جوړولو او ګلدوزۍ مهارتونه زده کړي.
د دې ادارې په وینا، د دې پروګرام موخه دا ده چې ګډون کوونکې ښځې وکولای شي د خپلو زده کړو مهارتونو په کارولو سره ځان ته دنده پیدا کړي او عاید ترلاسه کړي. دا به د هغوی په اقتصادي پیاوړتیا او د دوی د انحصار په کمولو کې مرسته وکړي.
په ګډونوالو کې هغه ښځې هم شاملې دي چې د کډوالو په توګه هېواد ته راستنې شوې دي. هغوی هیله لري چې د خپلو کوچنیو سوداګریو په پیلولو سره به وکولای شي د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي او په سیمهییز اقتصاد کې ونډه واخلي.
دا پروګرام په داسې شرایطو کې پلی کېږي چې په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې ښځې او نجونې د طالبانو حکومت له خوا د لګول شویو محدودیتونو له امله د کار او زده
کړو له حقونو بې برخې شوې دي. په داسې فضا کې، د نړیوالو سازمانونو روزنیز او ملاتړیز پروګرامونه د ښځو په اقتصادي بقا کې حیاتي رول لوبوي.
بامیان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د پراخې بېوزلۍ سره سره، ښځې یې تل د لاسي صنایعو او کرنې په برخو کې فعالې وې او دا ډول پروګرامونه کولی شي د دوی اقتصادي رول پیاوړی کړي.
سرچینه: د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري
🌐