د قطر الجزیرې خبري شبکې د دوشنبې په شپه د یوه لوړ پوړي ایراني چارواکي په حواله راپور ورکړ چې امریکا تر اوسه د تهران کلیدي شرطونه نه دي منلي. د جګړې د غرامت ورکول یو له دغو مهمو شرطونو څخه دی.
د ایران پر خاوره د پوځي تیري په رسمیت پیژندل د اوربند د خبرو اترو د پیل او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د تهران دوهم اصلي شرط دی. دا مسله ښیي چې د خبرو اترو بهیر به خورا پیچلی او ستونزمن وي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې ډونالډ ټرمپ پدې وروستیو کې اعلان کړی و چې د ایران د انرژۍ پر زیربناوو بمباري د پنځو ورځو لپاره ځنډوي. ټرمپ دا ځنډ په خبرو اترو کې پرمختګ پورې تړلی بللی و.
#ایران #امریکا #الجزیره #خبرې\_اترې #جګړه
🌐