د هزاره دیاسپورا شبکې د امریکا له متحده ایالاتو د مهاجرت او ګمرکونو له ادارې غوښتي چې د یوې هزاره مېرمنې، بې نظیر نورزاد، د پناه غوښتنې دوسیه د عادلانه محاکمې د اصولو او نړیوالو ژمنو په پام کې نیولو سره وڅېړي. دغې شبکې د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۷مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره د آغلې نورزاد د احتمالي شړلو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
په دې اعلامیه کې له امریکایي چارواکو غوښتل شوي چې د هغې د شړلو په اړه له هر ډول پرېکړې مخکې، افغانستان ته د هغې د بېرته ستنېدو احتمالي خطرونه "په دقیقه او هر اړخیزه توګه" وارزوي. شبکې ټینګار کړی چې د آغلې نورزاد قومي او جنسیتي هویت، د یوې هزاره ښځې په توګه، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د هغې د ستنېدو د احتمالي خطرونو په ارزونه کې باید په جدي توګه په پام کې ونیول شي.
دغې شبکې په افغانستان کې د هزاره ټولنې پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض، امنیتي ګواښونو او هدفي تاوتریخوالي په اړه پراخو اندېښنو ته اشاره کړې ده. د بشري حقونو د سازمانونو ګڼ شمېر راپورونو دا ګواښونه مستند کړي دي. پر دې سربېره، هغه سخت محدودیتونه چې طالبانو پر ښځو او نجونو لګولي، هغوی یې له جدي بشري حقونو خطرونو سره مخ کړي دي.
د هزاره دیاسپورا شبکې ویلي: «د آغلې نورزاد د پناه غوښتنې دوسیې په اړه پرېکړه باید پر باوري شواهدو، د خطرونو پر انفرادي ارزونې او د بشري حقونو او کرامت د درناوي پر بنسټ وشي.» دې بنسټ له امریکایي حکومت غوښتي چې د دوسیې تر عادلانه څېړلو پورې، د آغلې نورزاد له بېرته ستنولو څخه افغانستان یا هر بل هېواد ته چې ممکن امنیت یې له خطر سره مخ کړي، ډډه وکړي.
دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت لا هم یوه د بشري حقونو اندېښمنوونکې موضوع ده. د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د پخواني حکومت له ړنګېدو وروسته، زرګونه افغانان چې له بهرنیو ځواکونو یا نړیوالو بنسټونو سره یې کار کړی و، یا یې د خپل قومي، جنسیتي هویت او یا مدني فعالیتونو له امله له خطر سره مخ وو، له هېواده وتښتېدل.
د بې نظیر نورزاد دوسیه د هغو هزاره کډوالو او افغان ښځو د سخت وضعیت نښه ګرځېدلې چې د یوه خوندي پناه ځای په لټه کې له قانوني او بیروکراتیکو خنډونو سره مخ دي. د بشري حقونو فعالان هیله لري چې دا غوښتنه به د دغو زیانمنونکو کډوالو وضعیت ته د امریکا د حکومت پام راواړوي.
سرچینه: د هزاره دیاسپورا شبکې اعلامیه
🌐