د افغانستان د ازادۍ جبهې، چې د طالبانو د حکومت یوه مخالفه وسله‌واله ډله ده، ادعا کړې چې کومانډو یې د "دښمن" د بې پیلوټه الوتکو د خنثی کولو لپاره پرمختللې پوځي ټکنالوژۍ ترلاسه کړې دي. دغې جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه ټکنالوژي د دوی مبارزینو ته دا وړتیا ورکوي چې بې پیلوټه الوتکې هدف ته تر رسېدو مخکې کشف او له منځه یوسي.

د اعلامیې له مخې، دا تخنیکي پرمختګ د ازادۍ جبهې د کومانډوګانو عملیاتي تحرک او مانور وړتیا زیاتوي او د هوایي بریدونو په وړاندې د دوی دفاعي وړتیا پیاوړې کوي. د ازادۍ جبهه په دې باور ده چې دا ټکنالوژي "د متعارفې جګړې په معادلو او پر ځمکه او هوا باندې په تسلط" کې اغېزمن رول لوبولی شي.

دغې ډلې دا هم زیاته کړې، چې دا ټکنالوژۍ "په عملیاتي هستو کې د زړورو مبارزینو" لخوا اړوندو څانګو ته ور پېژندل شوي او ښودل شوي دي او ځواکونه یې د خپلو سنګرونو د دفاع لپاره پوره چمتووالی لري. خو په اعلامیه کې د دې ټکنالوژۍ ډول، د ترلاسه کولو سرچینې او یا یې د بریالي کارونې د شواهدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا ادعا په داسې حال کې مطرح کېږي چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه په عصري پوځي شخړو کې په یوه کلیدي وسیله بدل شوي دي. د طالبانو حکومت هم په تېر کې د خپلو وسله‌والو مخالفینو پر مرکزونو د څارنې او بریدونو لپاره له بې پیلوټه الوتکو کار اخیستی دی. د ډرون ضد ټکنالوژۍ ته لاسرسی د افغانستان د جګړې په ډګر کې د هرې ډلې لپاره یوه د پام وړ ستراتیژیکه ګټه کیدای شي.

د افغانستان د ازادۍ جبهه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر هېواد د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته جوړه شوه او ډیری غړي یې د پخواني حکومت امنیتي ځواکونه دي. دغې جبهې، د ملي مقاومت له جبهې سره یوځای، د هېواد په ځینو شمالي او مرکزي ولایتونو کې د طالبانو د حکومت پر وړاندې تیت پرک فعالیتونه ترسره کړي دي.

د طالبانو حکومت چارواکو تر اوسه د ازادۍ جبهې د دې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی. د جګړې د ماهیت او د دغې جبهې تر نفوذ لاندې سیمو ته د ازادو رسنیو د نه لاسرسي له امله د دې ادعا خپلواک تایید ستونزمن دی. دا اعلامیه کیدای شي د رواني جګړې یوه برخه او د خپلو ځواکونو د روحیې د پیاوړتیا او د سیال پر وړاندې د ځواک ښودلو هڅه وي.

سرچینه: د ازادۍ جبهې اعلامیه

🌐

Author