د افغانستان د ۱۵ کلنو فوټبال ملي لوبډلې د فوټبال نړیوال فستیوال سیالیو په دوام کې کوربه هیواد، اذربایجان، ته ماتې ورکړه. دا لوبه چې په قانوني وخت کې مساوي پای ته رسېدلې وه، د پینالټي په ضربو کې درې د دوو په وړاندې د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.

دا په دې سیالیو کې د هیواد د لوبغاړو اوومه بریا وه. هغوی له دې وړاندې شپږ بریاوې او درې ماتې تجربه کړې وې. د کوربه لوبډلې په وړاندې دې بریا د افغان ځوانو لوبغاړو روحیه د راتلونکو لوبو لپاره لوړه کړې ده.

د فوټبال نړیوال فستیوال سیالۍ د لومړي ځل لپاره د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) لخوا د ۱۹۰ هیوادونو په ګډون د ۱۵ کلنو په عمرونو کې ترسره کیږي. د دې سیالیو کوربه توب د اذربایجان پر غاړه دی.

د دې فستیوال د جوړولو موخه په ټوله نړۍ کې د ځوانو استعدادونو پیژندل او ځوانو لوبغاړو ته د نړیوالې تجربې د ترلاسه کولو فرصت برابرول دي. افغان لوبډلې په دې سیالیو کې د نړۍ له مختلفو لویو وچو څخه د پیاوړو لوبډلو سره سیالي کړې او د پام وړ پایلې یې ترلاسه کړې دي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغاړو او تخنیکي کارکوونکو ته د دې بریا د مبارکۍ ترڅنګ، هیله څرګنده کړې چې دا بریاوې به په هیواد کې د فوټبال د بنسټیزې ودې او پراختیا لپاره لاره هواره کړي. فدراسیون ویلي چې د ځوانانو په عمرونو کې پانګونه یې له اصلي لومړیتوبونو څخه ده.

ورزشي کارپوهانو هم دا بریا د افغان فوټبال لپاره مهمه بللې او په دې باور دي چې دا ډول پایلې په هیواد کې د ځلانده استعدادونو شتون په ګوته کوي چې په مناسب ملاتړ او پلان جوړونې سره په راتلونکي کې د فوټبال ستوري کیدای شي.

سرچینه: زرین ټي وي

🌐

Author