د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې د ژمي موسم په رارسېدو سره به په افغانستان کې شاوخوا ۱۵.۹ میلیونه خلک له حاد خوراکي ناامنۍ یا سختې لوږې سره مخ شي. اوچا د جمعې په ورځ، د لړم په ۸مه، په یوه راپور کې اعلان وکړ چې د هیواد نږدې دریمه برخه نفوس کافي خوړو ته له نه لاسرسي څخه رنځ وړي.

د دغه راپور له مخې، تمه کېږي چې وضعیت د ژمي په میاشتو کې، کله چې لرو پرتو سیمو ته لاسرسی ستونزمن کېږي او د خوراکي توکو بیې لوړیږي، نور هم خراب شي. دې ادارې زیاته کړې چې سږکال د ښه اورښت او د کرنیزو تولیداتو د نسبي زیاتوالي سره سره، میلیونونه کورنۍ لاهم د خپلو ورځنیو اړینو خوراکي توکو د اخیستلو توان نه لري.

اوچا همدارنګه په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. دا اداره وړاندوینه کوي چې تر ۲۰۲۷ کال پورې به په افغانستان کې د شپږو میاشتو او پنځو کلونو ترمنځ له څلورو میلیونو څخه ډېر ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري. اوږدمهاله خوارځواکي کولی شي د ماشومانو په فزیکي او ذهني وده باندې نه جبرانېدونکي زیانونه ورسوي.

دغه راپور همدارنګه د طالبانو لخوا د ښځو پر زده کړې او کار باندې د لګول شویو محدودیتونو منفي اغېزو ته هم اشاره کړې ده. اوچا خبرداری ورکړی چې د دغو محدودیتونو دوام به د دې لامل شي چې افغانستان تر ۲۰۳۰ کال پورې د ښځینه متخصص کاري ځواک له جدي کمښت سره مخ شي. اټکل شوی چې هیواد به د ۲۰٬۰۰۰ ښځینه ښوونکو او ۵٬۴۰۰ ښځینه روغتیاپالانو له کمښت سره مخ شي، چې دا به د ښځو او ماشومانو لپاره بنسټیزو خدماتو ته لاسرسی سخت محدود کړي.

اوچا ټینګار کړی چې لنډمهاله بشري مرستې د ژوند ژغورنې لپاره حیاتي دي، خو په افغانستان کې د پرله پسې بحرانونو سره د تلپاتې مقابلې لپاره، د معیشت، بنسټیزو خدماتو او اقتصادي فرصتونو په برخو کې اوږدمهاله پانګونې ته اړتیا ده. دې ادارې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په راتلونکي ژمي کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي.

سرچینه: اوچا

🌐

Author