د ریاست
الوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د تدارکاتو ملي کمېسیون په خپله وروستۍ ناسته کې د دوه میلیارده او ۸۷۳ میلیونه افغانیو په مجموعي ارزښت د برېښنا شپږ لویې پروژې منظورې کړې دي. دا پروژې به د هېواد په څو کلیدي ولایتونو کې پلې شي.
د خپرې شوې اعلامیې له مخې، په دغو پروژو کې د ننګرهار د حصارشاهي سب
سټېشن د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي پراختیا، د فاریاب ولایت د میمنې او اندخوی سب
سټېشنونو جوړول او پراختیا، او د جوزجان په یتیم
تاق سیمه کې د ګازو له فابریکې څخه د انرژۍ لېږد لپاره د ۴۰ میګاواټه امپیره سب
سټېشن جوړول شامل دي.
دوه نورې پروژې هم د برېښنا د لېږد شبکې پراختیا پورې اړه لري. په دې پروژو کې یوه د ارغندۍ-غزني له عمومي مزي څخه په میدان وردګو کې نوي سب
سټېشن ته د ۹.۳ کیلومتره مزي غځول دي. بله پروژه له اندخوی سب
سټېشن څخه تر ترمیم
خانې سب
سټېشن پورې د ۱۳۹.۲ کیلومتره په اوږدوالي د ۲۲۰ کیلوولټ مزي غځول دي، چې د هېواد په شمال کې به د برېښنا لېږد ظرفیت د پام وړ لوړ کړي.
پر دې سربېره، د تدارکاتو کمېسیون د برېښنا شرکت لپاره د SDH او PABX مخابراتي سیستمونو لپاره د اړینو تجهیزاتو پېرل هم تصویب کړي، چې د دغه شرکت د داخلي اړیکو په ښه کولو کې به مرسته وکړي.
د اقتصادي معاونیت چارواکو ټینګار کړی چې د دغو پروژو پلي کول به په اړوندو ولایتونو کې وګړو ته د برېښنا رسولو په ښه والي او د صنعتي او سوداګریزو فعالیتونو په ملاتړ مستقیم اغېز ولري. د برېښنا کمښت په افغانستان کې یوه اساسي ننګونه ده او د طالبانو حکومت هڅه کوي چې د انرژۍ په برخه کې د پانګونې له لارې دا ستونزه راکمه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان خپله ډېره برخه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو لکه ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه واردوي. د کورنیو انرژۍ زیربناوو پراختیا کولی شي په اوږد مهال کې د انحصار کمولو او د برېښنا شبکې پایښت زیاتولو کې مرسته وکړي. منبع: د ریاست
الوزرا اقتصادي معاونیت
🌐