د کندهار ښار یو شمېر هټیوال وايي چې د طالبانو حکومت هوډ لري دوه لوی سوداګریز مرکزونه چې «میرویس» او «روشن» نومیږي، ونړوي. هغوی د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره له طالبانو څخه د عادلانه تاوان غوښتنه کړې ده.

دا دوه سوداګریز مرکزونه د کندهار ښار په ارګ بازار سیمه کې، د ښاروالۍ ودانۍ او د طالبانو د والي دفتر ته نږدې موقعیت لري. د هټیوالو په وینا، طالبانو دوی ته خبر ورکړی چې ژر تر ژره خپل دوکانونه خالي کړي، خو د تاوان ورکولو یا د بدیل ځای برابرولو په اړه یې څه نه دي ویلي.

هټیوال ټینګار کوي چې په دغو دوو مرکزونو کې شاوخوا ۴۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې او د هغوی نړول به پر ځايي اقتصاد سخت ګوزار وکړي. د هغوی په وینا، دا اقدام به سلګونه تنه بېکاره کړي او ډېرې کورنۍ به د خپل یوازیني عاید سرچینې له لاسه ورکولو له خطر سره مخ کړي.

یوه هټیوال وویل: «موږ له طالبانو غواړو چې له نړولو مخکې زموږ برخلیک معلوم کړي. یا دې موږ ته مناسب ځای راکړي او یا دې زموږ د پانګونې تاوان راکړي.»

په ورته وخت کې، په کندهار کې د طالبانو ښاروالۍ د دغو دوو مرکزونو د نړولو پلان تایید کړی دی. دغه بنسټ ویلي چې هوډ لري د دې مرکزونو پر ځای دوه لوی، نوي او عصري سوداګریز کمپلکسونه جوړ کړي. خو ښاروالۍ هم د هټیوالو د تاوان د جبران په اړه چوپتیا غوره کړې ده.

دې موضوع د خصوصي ملکیتونو په اړه د طالبانو د چلند په اړه اندېښنې راپورته کړې دي. د کندهار اوسېدونکي وايي چې په وروستیو کلونو کې د مناسب استملاک یا تاوان له ورکړې پرته د کورونو او دوکانونو د نړولو ډېرې پېښې شوې دي.

د «افغان ویټنس» بنسټ د یوه څېړنیز راپور له مخې چې د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې خپور شو، په کابل کې د طالبانو ښاروالۍ د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه د ۲۰۲۴ کال تر اګست پورې شاوخوا ۱.۵ میلیونه متر مربع ځمکه پاکه کړې، چې په کې زرګونه استوګنیز کورونه او سوداګریز ملکیتونه شامل وو. دا راپور هم تاییدوي چې ډېری زیانمنو کورنیو بشپړ تاوان نه دی ترلاسه کړی. منبع: ځايي رسنۍ

🌐

Author