په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیراحمد فایق، د طالبانو له خوا د «سیستماتیکې ځپنې او تبعیض» د پای ته رسولو او په افغانستان کې د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د اساسي حقونو د سمدستي بیا احیا کولو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي فایق د شنبې په ورځ، د لړم په ۹مه، پر خپله اېکس پاڼه اعلان وکړ چې دا غوښتنې د بشري حقونو شورا د راپور په اړه د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د افغانستان په رسمي بیانیه کې مطرح شوې دي. هغه ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د بشري حقونو ناوړه وضعیت د نړیوالې ټولنې بېړنۍ او جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
په دې بیانیه کې، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینیټ، د څارنې له ماموریت څخه پر بشپړ ملاتړ ټینګار شوی دی. همدارنګه، د افغانستان استازولۍ په هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونو د کره څېړنې او د شواهدو د مستند کولو لپاره د یوه خپلواک تحقیقاتي میکانیزم د سمدستي فعالیت پیلولو غوښتنه کړې ده.
د بیانیې یوه کلیدي نکته د عدالت او حساب ورکونې پر تامین ټینګار و. ښاغلي فایق وویل: «د بشري حقونو ستر سرغړونکي باید له مجازاتو څخه معاف نه شي.» دا استازولي په دې باور ده چې له مجازاتو معافیت د تاوتریخوالي او بې عدالتۍ دوران ته دوام ورکوي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ دا هم روښانه کړه چې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې هر ډول تعامل باید «اصولي او مشروط» وي او د بشري حقونو په برخه کې پر رښتیني او د اندازې وړ پرمختګونو ولاړ وي. بیانیه خبرداری ورکوي چې بې قید و شرط تعامل کولی شي د ټولنې د مختلفو ډلو، په ځانګړې توګه د ښځو، د سیستماتیک ځپلو او حذف عادي کولو لامل شي.
د دې بیانیې په بله برخه کې، د افغانستان له خلکو سره د بشردوستانه مرستو پر دوام، په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر ملاتړ، او د جبري نه ستنولو اصل پر بشپړ رعایت ټینګار شوی دی.
نصیراحمد فایق په پای کې ټینګار وکړ: «د افغانستان د خلکو حقونه د معاملې وړ نه دي او د بشري حقونو په برخه کې نړیوالې ژمنې باید په عملي او معناداره اقداماتو بدلې شي.» منبع: د نصیراحمد فایق اېکس پاڼه
🌐