د هند د سینما مشهور ډایرکټر، سنجي ګوپتا، چې د اکشن او جنایي فلمونو جوړولو له امله یې شهرت درلود، د جمعې په ورځ، د اکتوبر په ۳۰مه، د ۵۷ کلونو په عمر په ممبۍ کې په خپل کور کې ومړ. د هغه ناڅاپي مړینې د هند پر سینما ژور ټکان وارد کړی دی.\د فلم جوړونکي میلاپ زاویري په وینا، چې ګوپتا یې خپل استاد ګاڼه، هغه د شپې په خپل پخلنځي کې راپریوتی او سر یې ټپي شوی و. زاویري «سکرین» مجلې ته وویل: «هغه د ډېرې وینې بهېدو له امله مړ شو.» د راپورونو له مخې، دا پېښه د ماسپښین شاوخوا ۲:۳۰ بجې رامنځته شوې او د ممبۍ پولیسو د پېښې د کره جزیاتو روښانه کولو لپاره تحقیقات پیل کړي دي.\سنجي ګوپتا په بالیووډ کې یوه ځلانده کاري مخینه درلوده او د «جنګ»، «کانټې»، «شوټ آوټ اټ وډالا» او «کابیل» په څېر فلمونه یې ډایرکټ کړي وو. د هغه د ۲۰۰۲ کال فلم «کانټې» چې امیتاب بچن او سنجي دت په څېر ستورو پکې کار کړی و، د هغه یو له غوره اثارو څخه ګڼل کېږي او په نړیواله کچه یې هم پام ځانته اړولی و.\یوه بل هندي فلم جوړونکي، اشوک پنډت، په ټولنیزو رسنیو کې د دې خبر په تایید سره ولیکل: «رښتیا هم ټکان ورکوونکی او غمجن خبر دی. یو بل لوی استعداد ډېر ژر له موږ څخه لاړ. هغه یو په زړه پوری کیسه ویونکی او یو ډېر پرجوشه فلم جوړونکی و.»\یوه بل ډایرکټر، هانسال مهتا، چې له ګوپتا سره یې کار کړی و، هم د ژور ټکان په څرګندولو سره وویل: «زه لا هم باور نه شم کولی. هغه زما لپاره له همکار څخه ډېر، یو ملګری و او زما ژوند ته په داسې وخت کې راغی چې زه په بشپړه توګه ناهیلی وم.»\د سنجي ګوپتا مړینه د هند سینما لپاره یوه لویه ضایعه ګڼل کېږي. هغه په جنایي ژانر کې د خپل ځانګړي بصري سټایل او هیجاني کیسو له امله پېژندل کېده او د بالیووډ پر نوي نسل فلم جوړونکو یې د پام وړ اغېز درلود. د هند سینما ډېری مشهورو همکارانو او اداکارانو، لکه دیا میرزا او توشار کپور، هم د هغه پر مړینه غبرګون ښودلی او کورنۍ ته یې تسلیت ویلی دی. منبع: Screen🌐