د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې پر وړاندې د درېیو شل اوریزو نړیوالو سیالیو درېیمه لوبه هم وګټله او د سیالیو لړۍ یې په درېیو پرله

پسې بریاوو پای ته ورسوله. دا بریا په دې لړۍ کې د افغانستان درېیمه پرله پسې بریا وه.

زیمبابوې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۷۹ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۸۰ منډو هدف وټاکه. افغان توپ

اچوونکو غوره کارکردګي وښوده او د سیالې لوبډلې لوبغاړي یې په لږو منډو وسوځول.

افغان لوبډلې یاد هدف د درېیو وېکټو په زیان د اتم اور په لومړي توپ پوره کړ او لوبه یې د اوو وېکټو په توپیر وګټله. دې چټکې بریا د شل اوریزه بڼه کې د افغان لوبغاړو لوړ چمتووالی وښود.

دواړو لوبډلو ترمنځ د دوو ټېسټ سیالیو لړۍ به د نومبر په پنځمه (د عقرب ۱۵مه) پیل شي. افغان لوبډله هیله لري چې خپله دغه ځلانده لړۍ د لوبې په اوږده بڼه یعنې ټېسټ سیالیو کې هم روانه وساتي.

کرکټ په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې یو له خورا مشهورو ورزشونو څخه دی او د ملي لوبډلې بریاوې تل د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ کېږي.

سرچینه: زرین ټي وي

🌐

Author