د امریکا د کورني امنیت وزارت تایید کړې چې د افغان پارلمان پخوانی مرستیال میرزا محمد کتوازی د واشنګټن ته څېرمه په ډالس نړیوال هوایي ډګر کې نیول شوی دی. نوموړی د ۲۰۲۶ کال د می په ۲۷مه د امریکا د ګمرک او سرحدي ساتونکو لخوا ودرول شو.

د رسمي اعلامیې له مخې، ښاغلی کتوازی د امریکا د کډوالۍ قوانینو پر بنسټ له دغه هېواد څخه د ایستلو وړ بلل شوی دی. نوموړی به تر هغې په توقیف کې پاتې شي چې د کډوالۍ په محکمه کې یې قضیه وڅېړل شي.

سرچینې وایي چې هغه مخکې هم امریکا ته سفرونه کړي وو، خو دا ځل د ننوتلو پر مهال ونیول شو. کتوازی د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته په کابل کې پاتې شو او د طالبانو د حکومت پر مهال یې خپلو سوداګریزو چارو ته دوام ورکړ.

#امریکا #کډوالي #افغان

🌐

Author