د امریکا ولسمشرۍ ته نوماند ډانلډ ټرمپ د ایوا ایالت په ډوبیوک ښار کې یوې ټاکنیزې غونډې ته ویلي، چې کولای یې شوای د افغانستان جګړه یوازې په درېیو اوونیو کې وګټي. هغه د افغانستان او ویتنام په جګړو کې د سلګونه زره کسانو د وژل کېدو له امله د امریکا پر پخوانیو ولسمشرانو نیوکه وکړه او ویې ویل: «موږ د ګټلو لپاره جګړه نه کوو، بلکې د مساوي پایلې لپاره جګړه کوو. زه نه پوهېږم چې موږ څه کوو.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ټرمپ له دې مخکې په کراتو پر اوسني ولسمشر جو بایډن نیوکې کړي چې له افغانستانه په «شرمناک ډول» وتلی دی. هغه په دې باور دی چې امریکا کولای شوای د افغانستان جګړې ته په «آبرومندانه» توګه پای ورکړي او خپل پوځي تجهیزات هم له دغه هېواده وباسي.
په افغانستان کې د امریکا جګړه چې شل کاله یې دوام وکړ، د متحده ایالاتو په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ګڼل کېږي. په دې جګړه کې لږ تر لږه ۲،۴۶۱ امریکایي سرتېري ووژل شول او پر امریکایي مالیه ورکوونکو یې ډېر لګښتونه واچول.
د شنونکو په وینا، امریکا په افغانستان کې له دوو لسیزو پوځي حضور او د میلیاردونو ډالرو له لګولو سره سره، په خپلو اعلان شویو موخو کې، د یوه باثباته او ډیموکراتیک حکومت د رامنځته کولو په ګډون، پاتې راغله.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، د افغانستان پخوانی حکومت ړنګ شو او طالبان یو ځل بیا پر هېواد واکمن شول. د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د شاوخوا ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت امریکایي وسلې پاتې شوې، چې د طالبانو لاس ته ورغلې.
ټرمپ د ایران په اړه په خپله وینا کې درې ځله د افغانستان یادونه هم وکړه او په دغه هېواد کې یې د امریکا د جګړې اوږدوالي ته اشاره وکړه. هغه ټینګار وکړ چې د ویتنام جګړه یې هم په یوه اونۍ کې ګټلی شوه.
دا څرګندونې د ټرمپ د ټاکنیزو کمپاینونو یوه برخه ده، چې په هغې کې هغه هڅه کوي خپله بهرنۍ پالیسي د اوسني او پخوانیو حکومتونو په پرتله ډېره بریالۍ او پرېکنده وښیي.
سرچینه: Zarin TV
🌐