د ایران سپاه پاسداران ځواک اعلان کړی چې د هرمز په تنګي کې دوه نفتي ټانکرونه د سمندري ماینونو سره د ټکر له امله چاودلي دي. د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو عمومي اړیکو د دوشنبې په سهار، د لړم په ۱۱مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا ټانکرونه له غیر مجازې لارې څخه په حرکت کې وو.
د سپاه پاسداران په خبرپاڼه کې راغلي چې له دغو ټانکرونو څخه یو یې سوپر ټانکر و چې له شدیدې چاودنې وروسته اور اخیستی دی. سپاه پاسداران ادعا کړې چې دغو کښتیو خپل د نیویګیشن او پېژندنې سیسټمونه بند کړي وو او هوډ یې درلود چې د امریکا د پوځ په ملاتړ په پټه له دې لارې تېر شي، چې پېښې یې مخه ونیوله.
دغې پېښې د نړۍ په یوه تر ټولو مهمه سمندري لاره کې چې د نفتو د لېږد لپاره کارول کېږي، کړکېچ زیات کړی دی. د هرمز تنګی یو ستراتیژیک ټکی دی چې هر ډول خنډ پکې د انرژۍ پر نړیوالو بازارونو پراخ اغېز لرلی شي.
په ورته وخت کې، د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتو مرکز (UKMTO) هم په فارس خلیج کې د یوې بلې سمندري پېښې خبر ورکړی دی. دغه سازمان د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه بیان کې ویلي چې د سعودي عربستان د «رأس الخفجي» ختیځ ته په ۷۲ سمندري مایله واټن کې د یوې پېښې د رامنځته کېدو راپور یې ترلاسه کړی دی.
د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتو مرکز د راپور له مخې، په دې پېښه کې یوه کښتۍ د دوو نامعلومو توغندیو له خوا په نښه شوې ده. تر اوسه د بریدګرو هویت، د توغندیو سرچینه او له برید وروسته د کښتۍ او عملې دقیق وضعیت نه دی معلوم.
په یوه ورځ دغو دوو پېښو په سیمه کې د سمندري تګ راتګ د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړي، هغه سیمه چې پخوا هم د ورته پېښو او پر سوداګریزو کښتیو د بریدونو شاهده وه. نړیوالو چارواکو تر اوسه د دغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
سرچینه: د ایران سپاه پاسداران, UKMTO
🌐