په کابل کې ځايي سرچينې وايي، چې د ديارلسمې امنيتي حوزې اړوند پنځو طالب ځواکونو په دشت برچي کې د يوه سيمه
ييز اوسېدونکي کور وران کړى دى. دا پېښه درې اوونۍ وړاندې د دشت برچي په «شل متره» سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د کور خاوند غوښتل د ژمي له رارسېدو مخکې خپل کور ترميم کړي.
د سيمې يوه اوسېدونکي لعل محمد، چې د پېښې شاهد و، وايي، چې طالب ځواکونو په ډبرو، لرګيو او اوسپنيزو ميلو پر دغه کور بريد وکړ او ځينې برخې يې ويجاړې کړې. د هغه په وينا، د طالبانو د بريد او له وېرې د خلکو د تېښتې صحنه ډېره وېروونکې وه او ښځې او ماشومان په وېره او حيرانتيا کې ډوب وو.
د طالبانو د دې اقدام لامل دا و، چې د کور خاوند د خپل کور بام پلستر کړی و او د لرګیو لپاره یې یوه کوټه هم جوړه کړې وه. طالب ځواکونه دوه ځله دغه کور ته ورغلي وو. په لومړي ځل يې د کور د خاوند د نشتوالي له امله کارګران د څو ساعتونو لپاره ونيول او بيا يې خوشې کړل. خو کله چې د کور خاوند د ترميم کار ته دوام ورکړ، طالب ځواکونه دوهم ځل ورغلل او دا ځل يې د کور په ورانولو پيل وکړ.
د دې اقدام په پایله کې د دغه کور دروازې، کړکۍ او دېوالونه سخت زیانمن شوي او د اوسېدو وړ نه دي. د کور خاوند، چې مزدورکار دی او د ودانولو کار یې نورو ته سپارلی و، اوس له وېرې نامعلوم ځای ته تښتېدلی او خپل کور ته د بېرته راستنېدو جرئت نه لري.
دغې پېښې له ملکي وګړو سره د ځينو طالب ځواکونو د خپل سري چلند په اړه اندېښنې راپورته کړي دي. د سیمې اوسېدونکي وايي، دا ډول کړنې د خلکو ترمنځ وېره او بې باوري رامنځته کوي.
په کابل کې د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې له خلکو سره د طالب ځواکونو د ورته چلند راپورونه خپاره شوي دي.
سرچینه: عيني شاهدان
🌐