د پاکستان حکومت له ترکیې سره د خپلو اړیکو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځه په انقره کې د خپل هېواد د سفیرې په توګه ټاکلې ده. یوې تجربه لرونکې پاکستانۍ ډیپلوماټې، آمنه بلوچ، د دوشنبې په ورځ، د لړم پر ۱۱مه، په رسمي توګه خپله دنده پیل کړه.

د ترکیې ډیلي صباح ورځپاڼې راپور ورکړی چې اغلې بلوچ له دریو لسیزو زیاته ډیپلوماتیکه تجربه لري او تر دې مخکې یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معینې په څېر مهمو څوکیو کار کړی دی. دا ټاکنه د پاکستان په ډیپلوماسۍ کې د ښځو د رول پیاوړي کولو په لور یو مهم ګام بلل کېږي.

آمنه بلوچ د خپلې مسلکي دندې پر مهال په ډنمارک او سریلانکا کې د پاکستان په ډیپلوماتیکو استازولیو کې دنده ترسره کړې او همدارنګه یې د چین په چنګدو ښار کې د دغه هېواد د سرقونسلې په توګه هم دنده پر غاړه لرله.

دا ټاکنه په داسې حال کې کیږي چې پاکستان او ترکیې په وروستیو کلونو کې په سیاسي، اقتصادي، دفاعي او کلتوري برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره پراخې هڅې پیل کړې دي.

دا خبر په داسې حال کې خپرېږي چې د پاکستان په ګاونډي هېواد افغانستان کې، طالبانو پر ښځو سخت محدودیتونه لګولي دي. طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده

کړې او په پوهنتونونو کې د ښځو تحصیل منع کړی او حتی په ډېرو نړیوالو سازمانونو کې ښځینه کارکوونکو ته اجازه نه ورکوي چې خپلو دفترونو ته لاړې شي.

دا تضاد په دوو ګاونډیو هېوادونو کې د ښځو متفاوت وضعیت په ډاګه کوي؛ په داسې حال کې چې پاکستان په کلیدي برخو کې د ښځو د پیاوړتیا لپاره ګامونه پورته کوي، په افغانستان کې ښځې د خپلو اساسي حقونو له لاسه ورکولو سره مخ دي.

سرچینه: ډیلي صباح

🌐

Author