په کندز ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې طالب ځواکونو د دغه ولایت په اقتاش ولسوالۍ کې پنځه قومي مشران نیولي دي. دا کسان د سرو زرو د کانونو د خپل سري استخراج پر وړاندې د اعتراض او بهرنیو رسنیو ته د ویډیوګانو د لېږلو په تور نیول شوي دي.

د سرچینو په وینا، له دوو نیول شویو کسانو سره د طالبانو له خوا سخت بد چلند شوی دی. دا نیونې وروسته له هغې وشوې چې د اقتاش ولسوالۍ په «بند برق» سیمه کې لسګونو اوسېدونکو د طالبانو د قراردادي شرکتونو له خوا د سرو زرو د غیر اصولي استخراج پر ضد لاریون وکړ.

لاریون‌کوونکي وايي، دې شرکتونو د استوګنې کورونو، سړکونو او د برېښنا پایو ته نږدې ژورې کندې کیندلي، چې د سېلاب په صورت کې د کلي او عامه تاسیساتو د ویجاړېدو خطر شته.

سیمه‌ییز اوسېدونکي دا ادعا هم کوي چې وسله‌والو طالبانو د سرو زرو د کانونو کنټرول په لاس کې اخیستی او بېوزله کارګران له کان څخه باسي. د هغوی په وینا، طالبان د هرې کندې کیندلو لپاره له خلکو څخه په زور درې زره افغانۍ اخلي.

سرچینې وايي، د دشت ارچي لپاره د طالبانو ولسوال زلمي اسامه، چې د اقتاش د کلي اوسېدونکی دی، خلکو ته ګواښ کړی چې که دا پیسې ورنکړي، له سیمې به وشړل شي.

دې کړکېچ د طالبانو ترمنځ کورنۍ نښتې هم رامنځته کړې دي. د سرچینو په وینا، د دوشنبې په ماښام د زلمي اسامه د پلویانو او په اقتاش کې د طالبانو د امنیه قوماندان شریف الله متوکل د کسانو ترمنځ د سرو زرو د استخراج د ساحو د وېش او کنټرول پر سر وسله‌واله نښته رامنځته شوې ده. ویل کېږي چې په اقتاش کې د طالبانو ولسوال د نښتې د پای ته رسولو لپاره منځګړیتوب کړی دی.

سرچینه: سیمه ییزې سرچینې

🌐

Author