په کندهار ولایت کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د معصوم په نوم یو ۲۶ کلن ځوان د نامعلومو کسانو له خوا د چړو په ګوزارونو وژل شوی دی.
د ۸صبح ورځپاڼې د راپور له مخې، دا پېښه د سپینبولدک ولسوالۍ په یوه کلي کې رامنځته شوې ده. سرچینو د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۱۴مه، وویل چې یوه کس له معصوم سره اړیکه نیولې او له هغه یې غوښتي چې له کور څخه ووځي.
د راپور پر بنسټ، کله چې دا ځوان له کور څخه وتلی، بریدګرو پرې د چاقو برید کړی او هغه یې وژلی دی.
په کندهار کې د طالبانو د حکومت سیمهییزو چارواکو هم د دې پېښې پخلی کړی دی. دوی ویلي چې معصوم د خپلو ملګرو له خوا په چړو وژل شوی دی.
تر اوسه د دې وژنې اصلي انګېزه نه ده څرګنده شوې او د عاملینو په اړه یې نور جزییات په لاس کې نشته. سرچینې وايي چې په وروستیو ورځو کې په کندهار ولایت کې د جنايي جرمونو کچه لوړه شوې ده.
سرچینه: ۸صبح
🌐