د تاجکستان لویې څارنوالۍ د قانون پلي کوونکو ادارو د همغږۍ په غونډه کې د ترهګرۍ، افراطیت او سایبري جرمونو پر وړاندې د امنیتي تدابیرو د لا پیاوړتیا غوښتنه وکړه. دې ادارې وویل چې د ترهګریزو پېښو د کچې له کمېدو سره سره امنیتي ګواښونه پر خپل ځای پاتې دي.

د تاجکستان د رسنیو د راپور له مخې، لویې څارنوالۍ خبرداری ورکړ چې د جرمونو د ثبت شوې کچې راټیټېدل د ګواښونو د بشپړ له منځه تلو معنا نه لري او مخنیوي ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

په غونډه کې له افراطي او ترهګریزو ډلو سره د ځینو ځوانانو او محصلینو پر اړیکو اندېښنه وښودل شوه او د تعقیب چارو د پیاوړتیا او د سخت‌دریځۍ د لاملونو پر څېړلو ټینګار وشو.

د تاجکستان چارواکو د انټرنېټ له لارې د توندلارو نفوذ، مالي درغلۍ او پولې پورې غاړې سایبري جرمونه نوې ننګونې وبللې او د شخصي مالوماتو پر خونديتوب یې ټینګار وکړ.

تاجکستاني چارواکو تر دې مخکې هم د افغانستان له خاورې د وسله‌والو د احتمالي نفوذ په اړه اندېښنې ښودلې وې؛ د دواړو هېوادونو ګډه غرنۍ پوله له ۱٬۳۰۰ کیلومترو څخه زیاته اوږده ده.

د ډله‌ییز امنیت د تړون سازمان غړي هېوادونه هم د افغانستان پر پوله د تاجکستان د امنیتي ځواکونو د سنبالولو لپاره د تجهیزاتو او وسلو د لېږد پروګرامونه پلي کوي.

سرچینه: د تاجکستان لویه څارنوالي

🌐

Author