د منځنۍ اسيا د هېوادونو مشران او د اردن پاچا د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې راټولېږي، ترڅو د نويو ټکنالوژيو د ګواښونو او د ترهګرو له لوري له مصنوعي ځيرکتيا څخه د ناوړه ګټې اخېستنې د مخنيوي په اړه خبرې وکړي.

د قزاقستان او اوزبيکستان د ولسمشرۍ ماڼيو د رسمي خبرپاڼو له مخې، دغه ناسته د قزاقستان د ولسمشر قاسم‌جومارت توکایف او د اردن د پاچا ملک عبدالله دويم په ګډه بلنه جوړه شوې او دواړه مشران د غونډې ګډ مشري پر غاړه لري.

په دې غونډه کې د ګډون لپاره د اوزبيکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف، د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان او د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي‌محمدوف استانې ښار ته رسېدلي دي.

د غونډې مهم موضوعات د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې د امنيت ټينګښت، د ترهګريزو او افراطي اهدافو لپاره د دغې ټکنالوژۍ د کارونې مخنيوی او د نويو ننګونو پر وړاندې د سيمه‌ييزې همکارۍ پياوړتيا ده.

دا په منځنۍ اسيا کې د «عقبه نوښت» لومړنۍ ناسته بلل کېږي. دغه نوښت په ۲۰۱۵ کال کې د اردن د پاچا له لوري د ترهګرۍ پر وړاندې د نړيوالې همغږۍ په موخه پيل شوی و.

ګډونوال مشران به د امنيتي همکاريو او د سايبري ګواښونو پر وړاندې د ګډو تګلارو پر پلي کولو هر اړخيزې خبرې وکړي.

سرچینه: د قزاقستان او اوزبیکستان ولسمشرۍ دفترونو رسمي بیانیې

🌐

Author