د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې سوزي وایلز د سپینې ماڼۍ د دفتر له مشرۍ استعفا کړې او پر ځای یې سټیفن میلر، د سخت‌دریځو کډوالۍ تګلارو طراح، ټاکل شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه «ټروث سوشیل» کې لیکلي چې سټیفن میلر به د راتلونکې دوشنبې له ورځې څخه رسماً د سپینې ماڼۍ د دفتر مشري په غاړه واخلي او هغه یې خپل باوري سلاکار وباله.

د سپینې ماڼۍ چارواکو رویټرز ته ویلي چې د میلر دا ټاکنه په کورنیو مسایلو او سیاستونو کې د ټرمپ د تر ټولو تهاجمي تګلارو د غوره کولو ښکارندویي کوي.

سټیفن میلر د ټرمپ د کډوالۍ ضد پلانونو اصلي جوړوونکی بلل کېږي او تر دې وړاندې یې په امریکا کې د ورځې د ۳٬۰۰۰ پناه غوښتونکو د نیولو موخه ټاکلې وه چې په هېواد کې د اوږدې مودې مېشت پناه غوښتونکي هم پکې شامل شول.

سوزي وایلز لومړنۍ مېرمن وه چې د سپینې ماڼۍ د دفتر مشري یې وکړه. هغې د ټرمپ ټاکنیز کمپاین هم پر مخ بېولی و او له استعفا وروسته به د ټرمپ سیاسي تشکیلاتو ته ولاړه شي.

د سپینې ماڼۍ د دفتر مشر په امریکا کې یو له خورا مهمو اجرایي پوستونو څخه دی چې ولسمشر ته مخامخ لاسرسی برابروي او د حکومت ورځنۍ چارې سمبالوي.

سرچینه: رویټرز

🌐

Author