د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ چې په کابل پولی تخنیک پوهنتون کې به د فضايي انجینرۍ پوهنځی له څلورو څانګو سره جوړ شي. دا پوهنځی به د بې پیلوټه الوتکو انجینرۍ، الوتکو انجینرۍ، فضايي انجینرۍ او رادار او ایونیک انجینرۍ څانګې ولري.
د طالبانو د لوړو زده کړو عالي شورا ۲۸ نوي پوهنځي او ۲۹ نوي پروګرامونه په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې منظور کړي دي. پنځه دوکتورا پروګرامونه او درې طبي تخصص پروګرامونه هم منظور شوي دي.
خو طالبانو د دې پروګرامونو د پلي کولو ظرفیت او امکاناتو په اړه، په ځانګړې توګه د فضايي انجینرۍ برخه چې په افغانستان کې بې ساری ده، تفصیل نه دی ورکړی.
#لوړې\_زده\_کړې #فضايي\_انجینرۍ #کابل 🌐