د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ لئو د دوشنبې په ورځ د ارجنټاین په پلازمېنه بوئنوس ایرس کې د کاتولیک کلیسا د مذهبي مشرانو له لوري د جنسي ځورونې له پنځو قربانیانو سره وکتل.

د واتیکان د معلوماتو له مخې، دا سویلي امریکا ته د نوموړي د ۱۲ ورځني سفر په لړ کې له قربانیانو سره لومړنۍ لیدنه ده. په امریکا کې زېږېدلي لومړي پاپ سویلي امریکا کې د درېیو هېوادونو سفر پیل کړی چې د نومبر تر ۱۷مې به دوام ولري.

پاپ تر دې وړاندې هم په خپلو بهرنیو سفرونو کې د مذهبي مشرانو د جنسي تېریو له قربانیانو سره لیدلي وو. کلیسا دا ګامونه د پراخو رسوایانو وروسته د خلکو د باور بېرته ترلاسه کولو هڅه بولي.

په لاتینې امریکا کې د کلیسا جنسي رسوایانو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. یاده سیمه له پخوا راهیسې د کاتولیک مذهب مهم مرکز و، خو په وروستیو کلونو کې ګڼ شمېر خلک د پراخېدونکو انجیلي ډلو خوا ته اوښتي دي.

قربانیانو له دغه سفر وړاندې غوښتنه کړې وه چې کلیسا دې د تورنو کسانو پر وړاندې د «صفر زغم» تګلاره عملي کړي. د واتیکان چارواکو ویلي وو چې د شکایتونو د یو متحد نړیوال غونډال جوړول ستونزمن دي او له کاره د کشیشانو ایستل ښايي هغوی د کلیسا له څارنې بهر کړي.

پاپ لئو تر ټاکل کېدو وړاندې څو لسیزې په پیرو کې د مبلغ په توګه دنده ترسره کړې وه. ځینو قربانیانو په پیرو کې د سوډالیسیم په نوم د مذهبي ټولنې د منحل کولو په برخه کې د هغه ستاینه کړې، هغه بنسټ چې په ۲۰۲۵ کال کې په بشپړ ډول منحل شو.

سرچینه: واتیکان

🌐

Author