په افغانستان کې د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو په زیاتېدو سره، د ټیک‌ټاک اپلیکېشن له لارې د ژوندیو خپرونو پر مټ اړمنو کسانو ته د وړیا ډوډۍ وېش پیل شوی دی. په دې بڼه کې، فعالان له نانوایانو ژوندی بهیر پر مخ وړي او بهر مېشتي افغانان ورته مجازي ډالۍ لېږي چې عاید یې د ډوډۍ په اخیستو لګول کېږي.

د دغو خپرونو د ګډونوالو په وینا، هره ورځ په سلګونو ښځې او نارینه د وړیا ډوډۍ ترلاسه کولو لپاره د نانوایانو مخې ته کتار کېږي. یو بېکاره سړی وایي چې د کار د نشتوالي له امله اړ شوی دغه ځای ته راشي، ځکه هر څومره چې د کار هڅه کوي، هیڅ نه موندل کېږي.

یوې اړمنې ښځې هم وویل چې هېڅوک خیرات نه غواړي، خو د کاري فرصتونو نشتون او په ځانګړي ډول پر ښځو کاري محدودیتونو کورنۍ اړ کړي چې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره انتظار وباسي.

یو نانوا چې دغه لړۍ پر مخ وړي وایي، د ورځې له ۱۰۰۰ تر ۲۰۰۰ پورې وړیا ډوډۍ وېشي چې لګښت یې د بهر مېشتو افغانانو له لوري په ټیک‌ټاک کې د را استول شویو ډالیو له لارې پوره کېږي. د ده په وینا، مرسته کوونکي د ۱۰ تر ۵۰۰ ډوډیو په اندازه پیسې لېږي.

له دې سره سره، د دغو مرستو د روڼتیا په اړه پوښتنې شته، ځکه ټیک‌ټاک شرکت د ډالیو شاوخوا ۶۰ سلنه برخه د ځان لپاره ګرځوي. دا چارې په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۷۴ سلنه افغانان چې نږدې ۲۸ میلیونه وګړي کېږي، د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له سختو ستونزو سره مخ وو.

د اوچا شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۶ کال کې د غوښتل شوې ۱٫۷۱ میلیارد ډالره بشري مرستې څخه یوازې شاوخوا ۳۳۶ میلیونه ډالره ترلاسه شوي دي. کارپوهان ټینګار کوي چې د دې بحران اساسي حل د کاري بوختیاوو رامنځته کول او د ښځو پر کار د بندیزونو لرې کول دي.

سرچینه: رسنیز راپور

🌐

Author