په هسپانیه کې شاوخوا څلور میلیونه کارګرانو د چهارشنبې په ورځ په یوه سراسري عمومي اعتصاب کې برخه واخیسته ترڅو د کورونو د کرایو لوړېدو او د مسکن د کمښت پر ضد اعتراض وکړي.
د کارګري اتحادیو د معلوماتو له مخې، دا ۲۴ ساعته اعتصاب له ۲۰۱۲ کال وروسته په دغه هېواد کې لومړنی سراسري اعتصاب ګڼل کېږي، کله چې کارګرانو د یورو زون د بحران پر مهال د لګښتونو د کمولو پر ضد مظاهرې کړې وې.
دغه اعتصاب د هسپانیې د دوو لویو اتحادیو UGT او CCOO له خوا چې د څه باندې یو میلیون کارګرانو استازیتوب کوي او دغه راز د کرایه کښو ټولنو له لوري ملاتړ شوی و.
اعتراض کوونکو د کورونو د کرایو د بېساري زیاتوالي او له کورونو څخه د کرایه کښو د شړلو پر وړاندې خپل غوسه څرګنده کړه.
اتحادیو دا اعتصاب بریالی بللی، که څه هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ګډون کچه یو شان نه وه.
د اعتصاب ملاتړ په ساحلي سیمو کې تر ټولو ډېر و، چېرته چې د استوګنې لګښتونه په یوه جدي او حیاتي ستونزه بدل شوي دي.
دا اعتصاب په داسې حال کې شوی چې د هسپانیې تر وخت مخکې عمومي ټاکنو ته له دریو اونیو څخه کم وخت پاتې دی.
سرچینه: نړيوالې رسنۍ
🌐