د کابل ښار د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو په کوڅو او واټونو کې د کوڅه‌ډبو سپیو د بې‌ساري زیاتوالي په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او له دغه وضعیته شکایت لري. د ځايي خلکو په وینا، د دغو سپیو پراخ شتون د ښاریانو، په ځانګړې توګه د سهار او شپې له مخې د خلکو پر تګ‌راتګ ناوړه اغېز کړی دی.

د هشت صبح ورځپاڼې د راپور له مخې، د کابل د چهلستون سیمې اوسېدونکی عثمان وايي چې د کوڅه‌ډبو سپیو شمېر خورا زیات شوی او په یاده سیمه کې د سپیو د بریدونو لسګونه پېښې شوې دي. د هغه په وینا، دغه سپي پر بایسکل‌سوارانو او موټرسایکل‌سوارانو منډې وهي او حتا پر موټرو او لارویانو ډله‌ییز بریدونه کوي.

دغه ښاری زیاتوي چې د سپیو د داړلو ضد واکسین موندل خورا سخت او بیه یې هم لوړه ده. هغه څرګنده کړه چې بېوزله خلک د درملنې توان نه لري او څه موده وړاندې د سپي د داړلو له امله په دې سیمه کې یو تن خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

د کابل د سرسبزۍ سیمې اوسېدونکي عمر هم وویل چې کوڅه‌ډبو سپیو څو ځله پر خلکو بریدونه کړي او تر ټولو ډېر خطر ښځو او ماشومانو ته متوجه دی. هغه زیاته کړه چې د سیمې یو شمېر خلک د وېرې له امله له ځانونو سره لرګي ګرځوي ترڅو د سپیو له ممکنه ډله‌ییزو بریدونو ځان وژغوري.

د پلازمېنې د کوټه‌سنګي، بنايي او مارکېټ سیمو اوسېدونکو هم ورته ستونزې بیان کړې دي. د ندیم په نوم یوه اوسېدونکي وویل چې په کوټه‌سنګي کې پرې نږدې لسو سپیو یوځای برید وکړ، او غفار نومي کارګر وویل چې د کار څخه د ستنېدو پر مهال سپي پر پښه وداړه او ټپي یې کړ.

د کابل ښاریان وايي په تېرو کلونو کې د ښاروالۍ له لوري د سپیو د راټولولو پروګرامونه موجود وو، خو اوس مهال د دغه وضعیت د کابو کولو لپاره هېڅ اقدام نه تر سترګو کېږي. بلخوا ډاکتران ګواښ کوي چې دا سپي د لېونتوب په څېر خطرناکې ناروغۍ لېږدوي او باید له ښاره لرې کړای شي.

سرچینه: هشت صبح

🌐

Author