په برېتانیا کې د «لېکن‌هېت» په هوايي اډه کې د امریکا د هوايي ځواک پرسونل د جمعې په ماښام د مشکوکو او غیرمجاز بې‌پیلوټه الوتکو فعالیت ته غبرګون ښودلی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د هوايي ځواک یوه ویاند ویلي چې په دې پېښه کې هېڅ پرسونل، الوتکو یا پوځي تاسیساتو ته زیان نه دی رسېدلی.

دغه ویاند د برېښنالیک له لارې په یوه بیان کې ویلي چې دوی د کوربه هېواد له چارواکو سره له نږدې کار کوي ترڅو د خپلو سرتېرو، ملکي وګړو، قراردادیانو او د هغوی د کورنیو امنیت خوندي وساتي.

د لېکن‌هېت اډه د انګلستان په ختیځ کې موقعیت لري او په اروپا کې د امریکا د هوايي ځواک د جنګي الوتکو یو له مهمو مرکزونو څخه شمېرل کېږي.

چارواکو د بې‌پیلوټه الوتکو د شمېر او یا د هغوی د احتمالي سرچینې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي او امنیتي پلټنې روانې دي.

سرچینه: رویټرز

🌐

Author