د مایکروسافټ شرکت د شنبې په ورځ وویل چې تر یوې پراخې نړیوالې پرچاوۍ وروسته د دوی ټول اغېزمن شوي خدمتونه بېرته فعال شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، مایکروسافټ څرګنده کړې چې د ټیمز، اوټلوک او کوپایلوټ په ګډون بېلابېل خدمتونه بېرته عادي حالت ته راګرځېدلي دي. دې ستونزې د څه باندې ۲۴ ساعتونو لپاره د ډېری حکومتونو او سوداګریزو ادارو انلاین اړیکې ګډوډې کړې وې.
دا پراخه تخنیکي ستونزه د پنجشنبې په ورځ پیل شوه او د هغو شرکتونو کارونه یې له خنډ سره مخ کړل چې پر دغو سیسټمونو متکي وو.
د داونډېټېکټور وېبپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، د نیویارک پر وخت له غرمې وروسته د ستونزو د رپوټونو کچه شاوخوا ۲۰۰ زرو ته رسېدلې وه، چې وروسته بیا دا شمېر راکم شو.
مایکروسافټ د جمعې په ورځ ویلي وو چې دا پرچاوي د شبکې د ظرفیت لوړولو پر مهال د یوې تخنیکي ستونزې له امله رامنځته شوې وه.
دغه شرکت ډاډ ورکړی چې دغه ځانګړې تخنیکي نیمګړتیا په بشپړ ډول حل شوې او خدمتونه اوسمهال بې ستونزې دوام لري.
سرچینه: رویټرز
🌐