په غزني ولایت کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، چې د قرهباغ په ولسوالۍ کې د پخوانۍ سرګولولې د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او بل ټپي دی.
د دغې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، دا پېښه د یکشنبې په ورځ د لړم پر ۲۴مه د قرهباغ ولسوالۍ په «جمالخېل» کلي کې رامنځته شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغو دوو ماشومانو د لوبو پر مهال ناچاودې مهمات موندلي او په اور کې یې غورځولي چې له امله یې درنه چاودنه شوې ده.
په دې پېښه کې د عبدالله په نوم یو ۱۴ کلن ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ۷ کلن ماشوم مطیعالله ټپي شوی دی.
دا چاودنه داسې مهال رامنځته کېږي چې یوه ورځ وړاندې په ګیرو ولسوالۍ کې هم د لاسي بم چاودنې د یوې ۳۰ کلنې مېرمنې ژوند اخیستی و.
په افغانستان کې د تېرو جګړو پاتې ناچاودې توکي او ماینونه لا هم د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند ته ستر ګواښ بلل کېږي.
د سره صلیب نړيوالې کمېټې راپور ورکړی چې په ۲۰۲۵ کال کې ۴۶۷ کسان چې ۳۰۹ یې ماشومان وو، د ماینونو ښکار شول او له دې ډلې ۹۲ کسان مړه او ۳۷۵ نور ټپیان شوي دي.
سرچینه: په غزني کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ خبرپاڼه
🌐