د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د خپلې جوړېدو د اتیایمې کلیزې په مناسبت، د سولې په ټینګښت کې د زده‌کړې، ساینس او کلتور پر اساسي رول ټینګار کړی دی.

دغه نړیوال سازمان د یکشنبې په ورځ، د نوامبر پر ۱۶مه نېټه، په یوه رسمي بیان کې اعلان وکړ چې له تاسیس راهیسې یې تل د پوهې، خبرو اترو او د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ له لارې د سولې پیاوړتیا لپاره هلې ځلې کړې دي.

د یونسکو د مسوولانو په وینا، د اتو لسیزو په تېرېدو سره، د دې ادارې بنسټیز ماموریت لا هم خورا ارزښتناک او حیاتي پاتې دی.

یاد بنسټ څرګنده کړه چې د نړیوالو ننګونو پر وړاندې د بشریت فکري او اخلاقي پیوستون په نړۍ کې د لانجو او شخړو د مخنیوي بنسټیز ضامن دی.

یونسکو په تېرو څو لسیزو کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کلتوري میراثونو د ساتنې او د ټولو لپاره د زده‌کړې د فرصتونو د برابرولو په برخه کې بېلابېلې پروژې پر مخ وړې دي.

د دغه سازمان چارواکو ټینګار کړی چې د نړیوالې ټولنې ګډې هڅې او پر زده‌کړو پانګونه کولی شي راتلونکو نسلونو ته تلپاتې او باثباته سوله برابره کړي.

سرچینه: یونسکو

🌐

Author