د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي چې «د وسلو اتومات سیسټمونه» له سیاسي پلوه د منلو نه دي او له اخلاقي اړخه کرکجن دي، نو له همدې امله باید د هغوی د کارونې او پراختیا مخنیوی وشي.

ګوتېرېش په اېکس پاڼه کې لیکلي چې دا پرمختللې وسلې په بشري، حقوقي، اخلاقي او امنیتي برخو کې نوې او جدي ننګونې رامنځته کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي ټینګار کړی چې د نړۍ هېوادونه او نړیوال سازمانونه باید د دغو «بې‌رحمه وسلو» د تولید او پراختیا پر وړاندې چټک اقدام وکړي.

نوموړي څرګنده کړې چې په هره پرېکړه او نوي نظامي نوښت کې باید انسانیت او د انسانانو د ژوند ژغورنه تر ټولو وړاندې او لومړیتوب ولري.

په نړیواله کچه د مصنوعي ځیرکتیا او اتوماتیکو وسلو د مهارولو او د هغوی پر ضد د نړیوالو قوانینو د جوړولو هڅې دوام لري.

سرچینه: د انتونیو ګوتېرېش اېکس پاڼه

🌐

Author