د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فایو) په افغانستان کې له کرنیزو کاروبارونو د ملاتړ لپاره دوه میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

فایو دوشنبه د لړم پر ۲۵مه اعلان کړی چې دا ملاتړ د مرستندویو بلاعوضو مرستو د پروګرام له لارې وړاندې کېږي.

دغه اداره وايي چې یاد مالي ملاتړ د اسیا پراختیايي بانک په مالي مرسته د کرنیزو فعالیتونو د غښتلتیا لپاره چمتو شوی دی.

دا پروګرام د «خوراکي خوندیتوب او روغتیايي بنسټیزو خدماتو ته د لاسرسي د پیاوړتیا» پروژې په چوکاټ کې په دوو برخو کې پلي کېږي.

نړیوال بنسټونه ټینګار کوي چې د افغان کروندګرو او محلي متشبثینو لاسنیوی د هېواد د خوراکي خوندیتوب د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی.

د دې مالي ملاتړ تطبیق به له کرنیزو متشبثینو سره مرسته وکړي څو خپل تولیدي او اقتصادي فعالیتونه په اغېزمنه توګه پراخ کړي.

سرچینه: فایو

🌐

Author