د مسکو له لوري د کریمیا ټاکل شوي مشر سرګي اکسیونوف ویلي چې پر کریمیا پله په یوه اوونۍ کې د درېیم ځل لپاره د اوکراین له لوري برید شوی دی. د بي بي سي د پنجشنبې ورځې د نومبر د ۱۹مې نېټې د راپور له مخې، پر دغه پله تګ راتګ په لنډمهالي ډول درول شوی دی.
د راپورونو پر بنسټ، یاد پل د روانې اوونۍ په پیل کې هم دوه ځله په نښه شوی و، چې له امله یې پله ته درانه زیانونه اوښتي وو او یوه برخه یې اوبو ته لوېدلې وه.
اکسیونوف د نن ورځې په لومړیو ساعتونو کې پر ټلګرام د دغه برید پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې تخنیکي ډلې د اوښتې زیان د کچې په مالومولو بوختې دي.
په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر کریمیا پله لومړني بریدونه یو «بېساری عملیات» بللی او زیاته کړې یې ده چې د دې بریدونو چمتووالي اوونۍ وخت نیولی و.
دغه پل روسیه په مستقیم ډول د کریمیا له ټاپووزمې سره نښلوي او د روسیې د پوځ لپاره د تجهیزاتو او سونتوکو د لېږد خورا مهمه ستراتیژیکه لار ګڼل کېږي.
د اوکراین جګړه او پر مهمو بنسټونو دا ډول بریدونه د سیمې او نړۍ پر امنیتي او اقتصادي وضعیت پراخې اغېزې لري.
سرچینه: بي بي سي
🌐