د کابل په تاریخي حضوري چمن کې د طالبانو د مشر ملا هيبتالله په نوم د یوه لوی جومات د بنسټ ډبرې اېښودل د خلکو له توندو نیوکو سره مخ شوي دي. خلک وايي په اوسنیو سختو اقتصادي شرایطو کې ولس ډوډۍ، کار او روغتیا ته اړتیا لري.
د زرين تي وي د راپور له مخې، نیوکه کوونکو ښودلې چې د حضوري چمن ختیځ ته د تبلیغیانو مرکز، لوېدیځ ته د ځاځیو جومات، مخامخ عیدګاه او غونډۍ ته نور جوماتونه شته او د نوي جومات جوړولو ته اړتیا نه لیدل کېږي.
خان ځاځي او جواد خادم په څېر فعالانو څرګنده کړې چې د لوبو او تفریح د دې یواځیني پاتې تاریخي ډګر د له منځه وړلو پر ځای باید چارواکي خلکو ته کورونه، دندې، روغتونونه او کتابتونونه جوړ کړي.
یو شمېر نورو کسانو په دې نیوکه کړې چې د ولس له لوږې او بېکارۍ سترګې پټېږي او عامه ځایونه د مشرانو په نومونو نومول کېږي، په داسې حال کې چې دغه پروژې د هغوی په شخصي پانګه نه جوړېږي.
حضوري چمن د کابل په زړه کې، د عیدګاه او شاه شهید ترمنځ یو له تاریخي ډګرونو دی چې د شاهي دورو له رسمي پرېډونو نیولې تر کرکټ او فوټبال لوبو پورې د کابل د اوسېدونکو مهم مرکز پاتې شوی دی.
د کابل اوسېدونکي وايي د دغه تفریحي پارک په له منځه تلو سره به ځوانان د لوبو له یو مهم او دودیز چاپیریال څخه بېبرخې شي.
سرچینه: زرين تي وي
🌐