عراقي چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په سویل کې د بصرې ښار د برېښنا په یوه سټېشن کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه څلور کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه د بصرې په شمال کې د «حارثه» برېښناکوټ کې رامنځته شوې او له امله یې د دغه مرکز ټول فعالیتونه درېدلي دي.
د عراق د ملکي دفاع مسؤلینو څرګنده کړې چې د اور لمبې نږدې کورونو ته هم غځېدلې وې، خو هلته د اوښتو زیانونو په هکله تر اوسه کوم دقیق معلومات نه دي خپاره شوي.
د عراق دولتي خبري اژانس خبر ورکړ چې د اطفائیې ډلو او د ژغورنې کارکوونکو په پای کې د دغه برېښناکوټ اور په بشپړ ډول کنټرول کړی دی.
چارواکو ویلي چې د حارثه برېښناکوټ تولیدي ظرفیت ۸۰۰ مېګاواټه دی، خو له دې پېښې وړاندې یې نږدې ۴۰۰ مېګاواټه برېښنا تولیدوله.
تر دې دمه د اورلګېدنې د اصلي لامل او د اوښتو مالي زیانونو د کچې په اړه کوم رسمي راپور نه دی خپور شوی.
د عراق د برېښنا سیستم له کلونو راهیسې د پانګونې د کمښت، نامناسبې ساتنې او فرسوده تاسیساتو له امله له سختو ننګونو او د برېښنا له پرلهپسې پرچاوۍ سره مخ دی.
سرچینه: رویټرز
🌐