په ژنیو کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې ګډونوالو هېوادونو پرېکړه وکړه چې د وژونکو روباټونو یا خپلواکو وسلو لپاره د مقرراتو جوړولو خبرې اترې تر ۲۰۲۸ کاله دوام ومومي. له دې سره، لا هم څرګنده نه ده چې دا مقررات به قانوني او لازم‌الاجرا بڼه ولري که نه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، نږدې ۱۰۰ هېوادونو غوښتنه کړې وه چې ژر تر ژره لازمي قوانین رامنځته شي. خو د وسلو سترو جوړونکو هېوادونو لکه امریکا، روسیې او اسراییل د دې توافق لمن محدوده کړه، ځکه مسکو او واشنګټن غواړي هر هېواد خپله تګلاره پخپله وټاکي.

د ځانګړو دودیزو وسلو د کنوانسیون غړي هېوادونه راټول شوي وو ترڅو پر هغو وسلو بحث وکړي چې د انسان له مستقیمې څارنې پرته اهداف پېژني او برید پرې کوي. دا غونډه په داسې حال کې وشوه چې په اوکراین، منځني ختیځ او سوډان کې د مصنوعي ځیرکتیا لرونکو وسلو کارول اندېښنې راپارولې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، پاپ او د سره صلیب کمېټې د دغو وسلو پر وړاندې د سختو او لازمي مقرراتو غوښتنه کړې ده. د کاتولیکانو مشر پاپ څو ځله خبرداری ورکړی چې د پرمختللو وسلو مهارول د انسان له لاسه وتلی شي.

ډیپلوماټانو ویلي چې د پروسیجر په اړه د روسیې نیوکو رسمي ناستې وځنډولې او د ځینو کلیمو پر سر بحثونه د سهار تر څلورو بجو وغځېدل. د غونډې سویسي مشر، ژولین توني، دا پرېکړه له یوې لسیزې خبرو وروسته د بشردوستانه بې وسلې کولو لپاره یو مهم ګام وباله.

بلخوا د بشري حقونو ډلو پر دې پرېکړې نیوکه وکړه. د وژونکو روباټونو د بندولو د کمپاین مشرې، نیکول فان رویین، وویل چې د یوه لازمي سند په جوړولو کې ځنډ ملکي وګړي له خطر سره مخامخ کوي، په داسې حال کې چې د پرېکړې لپاره د ټولو ۱۲۸ غړو هېوادونو هوکړه اړینه ده.

سرچینه: رویټرز

🌐

Author