د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار په لسمه ناحیه کې د نصرت اباد ښارګوټي اوسېدونکي وایي چې د طالبانو حکومت په دغه سیمه کې د کورونو د نړولو لړۍ پیل کړې ده.
د افغانستان انټرنشنل د راپور له مخې، د دغه ښارګوټي اوسېدونکي ټینګار کوي چې شرعي قبالې، د برښنا او صفایۍ کتابچې په لاس کې لري، خو طالبانو د هغوی د کورونو د تخلیې او نړولو پرېکړه کړې ده.
بل لور ته، د طالبانو چارواکو دا اوسېدونکي د ځمکو په غصب تورن کړي دي. د سیمې د خلکو په وینا، یو بافوذه کس په سیمه کې د خپلو اړیکو له لارې د ښارګوټي پر ځمکه د شخصي مالکیت ادعا کړې ده.
موجود معلومات ښيي چې د نصرت اباد ښارګوټی په ۱۳۸۲ لمریز کال کې جوړ شوی او څه باندې ۲۰۰ جریبه ځمکه احتوا کوي. خو د طالبانو ځانګړې محکمې شاوخوا ۳۵ جریبه ځمکه د مدعي ملکیت بللې او د شاوخوا ۱۰۰ کورونو د ویجاړولو حکم یې ورکړی دی.
د سیمې اوسېدونکي وایي چې دا پرېکړه د دوی په غیاب کې شوې او تر شنبې ورځې پورې لږترلږه ۵ کورونه د درنو ماشینونو پر مټ نړول شوي دي.
یو اوسېدونکي څرګنده کړه چې نږدې ۲۰ کاله مخکې یې دا کور اخیستی و، خو طالبانو ترې غوښتي چې د خپلو کورونو د ساتلو لپاره ځمکه بېرته له مدعي کس څخه وپېري.
سرچینه: افغانستان انټرنشنل
🌐