د مدني ټولنې د فعالانو، بشري حقونو مدافعانو او زدهکوونکو یوې ۱۳ کسیزې ډلې په بروکسل کې د هزارهوو د ادعا شوې نسلژننې، هدفي وژنو او اجباري کډوالۍ اړوند اسناد د اروپا د پارلمان مرستیال ته وړاندې کړل.
دغه پلاوي د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۲۹مه نېټه د اروپا د پارلمان له مرستیال خاوي لوپز سره په لیدنه کې له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د قومي او مذهبي ځورونو، اجباري کوچونو او د هزارهوو د ځمکو او شتمنیو د غصب د مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
دا غونډه په اروپا کې د نړیوالې مدني ټولنې د سازمان په نوښت د اروپا د پارلمان د مرستیال په دفتر کې جوړه شوه. سمبالوونکو ویلي چې دا هڅې له ۲۰۲۱ زېږدیز کال راهیسې روانې دي او تر دې مخکې یې له امله د کاتالونیا پارلمان یو ملاتړی پرېکړهلیک هم تصویب کړی و.
د افغان کډوالو په ځانګړي ډول د هزارهوو ژغورنه، افغانستان ته د هغوی د اجباري ایستلو بندول او د طالبانو حکومت ته د سیاسي مشروعیت له ورکړې سره مخالفت د دې غونډې نور مهم بحثونه وو.
د هزارهوو د نسلژننې د پېژندنې د کاري ډلې مسوول بشیر اسکندري وویل چې دا چاره باید یوازې پر نړیوالو بنسټونو متمرکزه پاتې نه شي، بلکې په ټول افغانستان کې پر یوه ملي غوښتنه بدله شي. هغه د حقیقتموندنې، انتقالي عدالت او د عاملینو د حساب ورکونې پر اړتیا ټینګار وکړ.
د پلاوي غړو وویل چې د طالبانو په اداره کې دا ټولنیزه ډله له سیستماتیک تبعیض سره مخ ده او ادعا یې وکړه چې طالبانو جعفري مذهب لرې کړی، دیني بنسټونه یې تړلي او فقهي کتابونه یې له کتابتونونو ټول کړي دي.
د ناستې په پای کې د هزارهوو د ادعا شوې نسلژننې مستند اسناد، د غوښتنو رسمي لیک او د کاتالونیا د پارلمان اعلامیه د اروپا د پارلمان مرستیال ته وسپارل شوه.
سرچینه: رسنیز راپورونه
🌐