له امریکايي یوټیوبر اسنیکو سره په خبرو کې د یوه طالب غړي د څرګندونو خپرېدو، چې ویلي یې و کولای شي یوه افغان نجلۍ ورته په نکاح کړي، د مدني او ښځو د حقونو فعالانو توند غبرګونونه پارولي دي.

اسنیکو په خپره شوې ویډیو کې له دغه طالب وسله‌وال سره خبرې کوي او هغه ادعا کوي چې ډېرې افغان نجونې له ده سره واده کول ویاړ بولي. دغه غړي زیاته کړه چې که نوموړی وغواړي، نو مېرمن به ورته پیدا کړي.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي وویل چې افغانانو په پنځو لسیزو جګړو کې د خپلو لوڼو او ښځو د عزت ساتلو هڅه کړې او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د دغه کرامت تر پښو لاندې کول یوه لویه تراژیدي ده.

ټولنیزې فعالې نیلوفر ایوبي نیوکه وکړه چې طالبان ښځې بهرنیانو ته وړاندیز کوي خو خپله پر دوی یې د زده‌کړو او کار بندیز لګولی دی. د بخښنې نړیوال سازمان غړې سمېرا حمیدي دا چاره د ښځو سپکاوی وباله.

اسنیکو په وروستیو ورځو کې کابل ته تللی او د انس حقاني په ګډون یې د طالبانو له ځینو چارواکو سره لیدلي دي. نیوکه کوونکي وايي طالبان د تبلیغاتو لپاره له بهرنیو یوټیوبرانو کار اخلي په داسې حال کې چې نجونې له لومړنیو حقونو بې‌برخې دي.

سرچینه: ټولنیزې شبکې او مدني فعالان

🌐

Author